احمدزي وزير سيمه کښې د اختر ميله دوام لري

بنو سره اړوند احمدزي وزير  سيمه کښې د کوشي پل په مقام  د ون ولنګ او مډ ريس په شکل کښې د اختر مېله لا دوام لري چي  د ضلعي انتظاميې او پوليس د عدم توجع پۀ وجه دغې لوبې اوس يو خطر ناک شکل  اختيار کړے دے۔د بنو سره لګيدلي احمد زئي وزير سيمه کښې د پشئ پل په مقام باندي موجود خلق وائي دلته د ګاډو او موټر سائيکلو د ريسونو او ون ويلنګ په شکل کښې خطرناکي لوبي تماشه او ميله د هر اختر د اتمي او لسمئ ورځي پوري دوام داره وي۔چي پکښې د بنو او ايف آر بنو په ګډون د خواو شاه سيمو نه زياتره ځوانان نه يواځي د تماشي لپاره رادرومي بلکه په دے خطرناکه لوبه کښي برخه هم اخلي۔‘‘ دلته کښې ګاډي ريس کوي او ډرائيوران پري مختلف قسمه کرتبونه کوي او مونږ د موټر سائيکلو او ګاډو دے مقابئيلو نه ډېر خوندونه پورته کوو۔‘‘ ماته د پيک اپ ريس ډير خوند راکوي او کوم هلکان چي په موټر سائيکل ټائرونه پورته کوي ځه هم ويم چي دا کرتب زده کم۔‘‘ که يو لوري ته د مډ ريس او ون ويلنګ د خطرناکي لوبي په وجه باندي خلقو ته تفريح ميلاويږي ولي بل لوري ته ډيرو ځوانانو په دے خطرناکه لوبه کښې د ژوند بازي هم بيللي ده۔

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.