اختر کې د ښه امنیت په خاطر افغان ځواکونه وستایل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، او د افغانستان ځوانانو د مدنی ټولنې غړو، په اختر کې د ښو امنیتی تدابیرو له امله امنیتی او دفاعی ځواکونه وستایل، او ګلونه یې پرې وشندل.

په دې اړه نن د لسګونو چارواکو او امنیتی ځواکونو په ګډون کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې غونډه جوړه شوې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، ډاکټر کمال سادات، په دې غونډه کې امنیتی او دفاعی ځواکونو ته وویل:” دا چې په تېر کوچنی اختر کې کومه امنیتی او ترهه ګره پېښه رامنځته نه شوه، دا ستاسو د ښو کړنو نماینده ګی کوی؛ نو پر موږ هم لازمه ده چې ستاسو د  ښو کړنو ستاینه و کړو او ومو نازوو.”

سادات امنیتی ځواکونو ته په خطاب کې زیاته کړه:”داسې فکر  ونه کړئ چې تاسو یواځې یاست؛ موږ ټول ستاسو ملاتړ کوو او ستاسو قهرمانۍ او قربانۍ به هېڅکله هېرې نه کړو.”

د افغانستان د مدنی ټولنې مشر، فردین فدایی، هم د امنیتی او دفاعی ځواکونو د هڅو او سرښندنو ستاینه وکړه او ویې ویل؛ د هر هغه چا پر وړاندې به ودریږی؛ چې د یادو ځواکونو په اړه ناسمې څرګندونې کوی.

هغه وویل:”موږ افغانان یو، امنیتی او دفاعی ځواکونه هم د افغانستان د ټولو قومونو اړوند کسان دی؛ نو پر موږ لازمه ده چې د قومی، سمتی او مذهبی شخړو پر ځای د خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو ملاتړ وکړو، تر څو د هغوی روحیه لاهم لوړه او پیاوړې شی.”

د کورنیو چارو وزارت د امنیتی معاونت مرستیال، او په کابل کې د پولیسو د ۱۰۱ اسمایی زون قوماندانۍ سرپرست لوى پاسوال، محمدسالم احساس، د غونډې له جوړونکو مننه وکړه او د امنیتی ځواکونو په استازیتوب یې ژمنه یې وکړه، چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به له خپل هېواد او خلکو ساتنه کوی.

دى وایی، امنیتی ځواکونه به نه یواځې اختر کې بلکې هر وخت به د امنیت د ښه ټینګښت لپاره هڅې کوی.

د غونډې په پای کې د افغانستان د مدنی ټولنې غړو پر افغان ځواکونو ګلونه وپاشل.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.