ازغن تار دې په اټک ولګولی شي، لایبه یوسفزۍ
اوس د کر ښو د ورانولو وخت دی نه د کرښو د راښکلو که چرته پنجاب یا پاکستان د کرښو او د ازغن تار ډېر شوقین وي نو بیا دې په اټک کې هم دیوال جوړ کړي او هم ازغن تارولګوي چې په دې توګه به ورسره هیڅوک اختلاف ونه لري او بل موږ ته به هم ثابته شي چې پاکستان ريښتا هم د ترهګرو سره په ریښتونې توګه مبارزه کوي دا چې د یوه قوم په سینه ازغن تار لګوي او داسې رنګ ورکوي چې په دې سره به ترهګر مهار کړای شي دا نو بیا هیچا ته د منلو نه ده دا ورسره نه لرافغان مني او نه هم بر افغان ځکه چې پنجاب موږ ته د مړه قوم په نظر کتلي دي نو ځکه هر وخت داسې ناوړه غیرقانوني غیري انساني پرېکړې کوي،قام پرسته ګوندونه باید په دغه حواله چوپ پاتې نشي ځکه چې دا زموږ لپاره حیاتي خبره ده لراوبر افغانان به ددې کرښې پرخلاف غږ پورته کوي او موږ به دا دونیا ته وايو چې له موږ سره دغه شان ظلم روان دی او موږ له صبر او زغم نه کار اخلو نوره نړۍ له موږ نه څه ډول امتحان غواړي چې موږ یې ورکړو پنجاب ټول هغه انساني کرښې نړولي د کومو پراساس چې د ژوند او دانسانیت بنیاد اېښودلی شي.
