اسرایلو د فلسطین په مظلومه ولس د بریدونو زیاتولو ټینګار وکړ

د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو پرضد د حملو په زیاتولو ټینګار وکړ .

هغه بیګا په یوه(۱) تصویری پیغام  کښې د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د  پوځ د حملو د زیاتیدا خبر ورکړ او ویې له پوځی مشرانو سره په سلامشورو کښې فیصله وشوه دغه حملې وشی .

دصهیونیسټ رژیم کابینه نن د غزې تړانګې په اړه غونډه هم جوړوی .

دغه راز د فلسطین د ملی وفاق حکومت ویاند یوسف المحمود د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم د حملو او دجنایتونو دبندولو لپاره دنړیوالې ټولنې د اقدام غوښتنه وکړه .

هغه وویل د فلسطین ملی وفاق حکومت دغزې تړانګې د هستوګنو پرضد دصهیونیسټ رژیم د حملو د بندولو لپاره له نړیوالو او سیمه ییزو لورو سره کوټلی تماسونه ټینګ کړی دی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.