اسلام اباد کې د برما په سفارت د حملو خطر, امنيت سخته کړې شو

پاکستان خلکو نن په ټول هیواد کښې د جمعې له لمانځه وروسته د روهینګیا مسلمانانو په وژله کښې د میانمار د حکمومت او تندلارو بودائیانو په انساني ضد جنایتونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

په مظاهرو کښې ګډونوالو د میانماري پوځ له جنایتونو او د مسلمانانو له نسل وژنې د قهر په څرګندولو سره د روهینګیا مسلمانانو خلاف د دغه هیواد د حکومت د حملو د زرترزره بندیدو غوښتنه وکړه.

پرون هم د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق د خپل هیواد له حکومته غوښتي وو چې په ۲۴ ساعتونو کښې د میانمار سفیر له هیواده وباسي.

سراج الحق ګواښ کړی و چې که حکومت داسې ونه کړي نو د پاکستان معترض او قهریدلي خلک به په اسلام آباد کښې د میانمار په سفارتخانې حمله وکړي.

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.