اشرف غني په تاجکستان کې د نواز شریف سره پر يو شمیر موضوعاتو خبرې کوي

افغان ولسمشر اشرف غني به د برېښنا کاسا ١٠٠٠ پروژې په اړه د غونډې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزير نوازشريف سره پر يو شمېر موضوعاتو خبرې کوي

دافغان  ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا څلور اړخيزه غونډه نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، په دې غونډه کې به د ولسمشر اشرف غني تر څنګ د پاکستان لومړی وزير نوازشريف، د قرغيزستان ولسمشر المازبک اتامبایف  او  د تاجکستان ولسمشر  امام علي رحمانوف ګډون وکړي.

د مينه پال په وينا، دغه راز د دې غونډې په څنډه کې به د ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د لومړي وزیر نوازشريف ترمنځ ځانګړې غونډه هم وشي.

د ولسمشر مرستيال وياند وايي چې په دې غونډه کې به د دواړو هېوادونو پر اړيکو او په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې بحث وشي.

د يادونې ده، تېره مياشت په قزاقستان کې د شانګهاى سازمان په غونډه کې هم د ولسمشر اشرف غني او نوازشريف ترمنځ د ځانګړې ليدنې پر مهال د اړيکو د ښه کولو په موخه د ځينو اقداماتو پر ښه کولو موافقه شوې وه.

د شانګهاى غونډې پر مهال د چين ولسمشر  افغان ولسمشر ته وړانديز کړى و چې هېواد يې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه کولو لپاره ددريمګړي رول ترسره کړي.

په دې موخه د چين د بهرنيو چارو وزير تېره اونۍ کابل او اسلام اباد ته سفرونه وکړل او ددواړو هېوادونو مشرانو سره يې و ليدل، ددې ليدنو په پايله کې موافقه وشوه، چې ددواړو هېوادونه پلاوي به ډېر ژر کابل او اسلام باد ته سفرونه وکړي.

په ياده څلور اړخيزه غونډه کې به د برېښنا د کاسا ١٠٠٠ پروژې په اړه چې تړون يې تېر کال لاسليک شوى و، د عملي کارونو په اړه بحث کېـږي.

د دې پروژې له مخې به له تاجکستان او قرغيزستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې زر ميګاواټه برېښنا لېږدول کېږي. دغه راز افغانستان ته هم ٣٠٠ ميګاواټه برېښنا ورکوي.  د تړون له مخې دا پروژه بايد په ٢٠١٨ میلادی کال کې بشپړه شي.

پر دې پروژې ١،١٧ ميلياردډالره لګښت راځي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.