افغانستان به ډېر ژر د ریل پټلۍ له لارې د اروپا سره تجارت پیل کړي

افغان ولسمشر اشرف غنی وایی چې ډېر ژر به افغانستان د تورغونډۍ د رېل پټلۍ له لارې ترکمنستان سره وصل شی او د سوداګرو محصولات به په اوو ورځو کې تر اروپا ورسېږی
اشرف غنی پرون مازیګر، د کندهار ولایت له یو شمېر صنعتکارانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
سرچینې زیاته کړې، دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، لومړی د نورو په استازیتوب، فضل الحق موشکاڼی، حاجی محمد قسیم، حاجی محمد اکبر او حاجی علی احمد خبرې وکړې، د صنعت او اقتصاد په وده کې یې د جمهور رئیس هڅې وستایلی.
ولسمشر محمداشرف غنی له صنعتکارانو مننه وکړه چې خپلې خاورې او خلکو سره د مینې په خاطر یې په خپل وطن کې پانګونه کړې ده.
افغان ولسمشر صنعتکارانو ته په خطاب کې وویل : ((هند سره د هوایی دهلېز په پرانیستو سره اوس تاسې یوازې په سپین بولدک متکی نه یاست . د خپلو تولیداتو کیفیت ښه کړی او ډېر ژر به د تورغونډۍ د رېل پټلۍ له لارې ترکمنستان سره وصل شی او ستاسو محصولات به په اوو ورځو کې تر اروپا ورسېږی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په کندهار ولایت کې لسګونو وکیلانو، ځایی چارواکو او قومی مشرانو په یوه غونډه کې له نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ پر اصلاحاتو ټینګار وکړ

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.