افغانستان د دفاع وزارت د طالبانو په وړاندې د ځانګړيو ځواکونو شمير زياتولو پرېکړه
دافغانستان دفاع وزارت دطالبانو ډلې له حملو سره دمقابلې لپاره د هیواد دځانګړیو عسکرو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړ .
دافغانستان ددفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیری پرون په کابل کښې خبریالانو ته وویل دهیواد د پوځ نوی ځانګړی ځواکونه زر په مختلفو سیمو کښې د طالبانو ډلې دحملو دمخنیوی او له دغه ډلې سره دمقابلې لپاره چمتو کیږی .
دافغانستان ددفاع وزارت د ویندوی دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې په تیرو میاشتو کښې د هیواد په بیلابیلو سیمو د طالبانو ډلې حملې زیاتې شوی دی او دغه ډلې ځینې ښارونه او کلی هم نیولی دی او هلته پیاوړی شتون لری .