افغانستان غواړي د ناټو په غونډه کې په پاکستان فشار راولي
د افغانستان دفاع وزارت وویل چې په پاکستان کښې د ترهګرو د مرکزونو په وجه پر دغه هیواد دباو اچول، د بروکسل په غونډه کښې د افغان پلاوي په ایجنډا کښې شامل دي
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي د ناټو د غړو هیوادونو په غونډه کښې د ګډون لپاره د یو لوړرتبه پوځي پلاوي په مشرۍ بروکسل ته تللی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وویل، په پاکستان کښې د ترهګرو د خوندي پټنځیو او د افغانستان په خلاف د هغوي د لمسیدو او سنبالیدو په وجه به د بروکسل په غونډه کښې افغان پلاوی له ناټو سازمان څخه د پاکستان خلاف د سیاسي او پوځي دباو د کارول کیدو غوښتنه وکړي.
رادمنش زیاته کړه: د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست به د ناټو په غونډه کښې چې نن پیلیږي، په افغانستان کښې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه ایزې اجماع، د افغان ځانګړو ځواکونو د سنبالښت او په افغان امنیتي ځواکونو کښې له اداري فساد سره د مقابلې د ضرورت په هکله خبرې وکړي.
له بلې خوا د امریکې دفاع وزیر جیمز ماټیس هم ویلي دي چې په دغه غونډه کښې به د افغانستان لپاره د امریکې نوې سټراټیجي وڅیړله شي.
د ویلو ده چې افغان پلاوي د تیر کال په جون میاشته کښې د ناټو د غړو هیوادونو په غونډه کښې له ګډونه انکار کړی و.