افغانستان له جرمني څخه په زور د افغان کډوالو ایستلو ته غبرګون ښکاره کړ

افغانستان د کډوالو د چارو وزارت له جرمني څخه د افغان کډوالو په زوره ایستلو ته غبرګون وښود.

 د افغانستان د مهاجرینو وزارت مطبوعاتي سلاکار وویل: زیاتره افغان کډوال د ناامنۍ د زیاتوالي په وجه له خپل هیواده جرمني ته تللي وو.

حفیظ احمد میاخیل له جرمني څخه په زوره د افغان کډوالو ایستل کیدو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د دې کسانو ایستل لازیاتې ستونزې رامینځته کولی شي او ښه نتیجه به ونه لري.

هغه زیاته کړه چې له جرمني څخه افغان کډوال باید په رضاکارانه توګه د نړیوالو قوانینو مطابق وویستل شي.

د ویلو ده چې د جرمني حکومت پرون ۶۹ افغان کډوال له دغه هیواد وویستل.

د جرمني په شمول له اروپايي هیوادونو د افغان کډوالو ایستنه په داسې حال کښې ده چې په افغانستان کښې ناامني لازیاته شوې ده.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.