افغانستان له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې عملیات پیلوی

د ګډ حکومت مشر اشرف غنی کابل ته د راغلو امریکایی سناتورانو هغه وړاندیز منلی، چې له مخې به یې افغان او پاکستانی عسکر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د مخالفینو پر ضد عملیات کوی

د کانګریس د وسله والو خدمتونو د کمېټې مشر سناتور، جان مکین، په مشرۍ پنځه کسیز پلاوی په اسلام اباد او کابل کې د دواړو هېوادونو له چارواکو سره له لیدو وروسته کابل کې رسنیو ته وویل؛ چې امریکا تر اوسه په افغانستان کې د ګټې دعوه نه کوی او ټینګار یې کړی، چې د مخالفینو د ځپلو لپاره باید د افغانستان او پاکستان امنیتی چارواکی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پراخ عملیات وکړی.

د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیو ته ویلې، چې له پاکستانی عسکرو سره به په ګډه د مخالفینو پر ضد عملیات کوی او ولسمشر غنی په دې اړه د امریکایی سناتورانو غوښتنه منلې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال، نجیب الله آزاد، رسنیو ته ویلی، چې دغه وړاندیز د پاکستان د پوځ مشر جنرال، قمر جاوید باجوه، امریکایی سناتورانو ته ورکړی او افغان حکومت ورسره منلی دی.

سناتور جان مکین ویلی، چې امریکا به د دغو عملیاتو څارنه او ملاتړ کوی.

خو د سیاسی چارو شنونکو او مدنی فعالانو، دغه عملیات د کرښې د دواړو غاړو د ولسونو پر ضد بللی او وایی، چې ګډ حکومت پر ډیورنډ کرښې پټه سودا بربنډه کړه.

د ملی امنیت پخوانی رییس، رحمت الله نبیل، هم په خپل ټویټر کې دغه ګډ عملیات د افغان ولس پر ضد دسیسه بللې او وایی، چې حکومت دوه کاله پخوانۍ پټه هوکړه راښکاره شوه.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسی چارو کارپوه ډاکټر، فیض محمد ځلاند، هم لیکلی؛ چې حکومت ملی خیانت کړی دی او باید ولس ورسره حساب و کتاب وکړی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.