افغانستان وایي، پاکستان لخوا په پوله دیوال او ازغن تار لګول دوي ته د منلو ندی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پاکستان د دوو هېوادونو د پوله ایزو سیمو په اوږدو کښې د امنیتی تاسیساتو او دیوال له جوړولو څخه منعې کړ
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش نن د دې په بیانولو سره چې لا اوس هم د دغه هېواد او پاکستان ترمېنځ په ځینو پوله ایزو برخو کښې یو لړ اختلافات موجود دی وویل چې په تېرو وختونو کښې پاکستان په یو اړخیزه توګه د تاسیساتو او دېوال جوړولو اقدام کړے دے چې د افغانستان له سخت ردعمل سره مخامخ شوے دے. دانش وویل چې دا طمه لری چې پاکستان به بیا دغه غلطی تکرار نه کړی.
د پاکستان فوځ پرون د یوې بیانیې په جاری کولو سره اعلان وکړ چې له افغانستان سره په پوله ایزو سیمو کښې یې د دېوال جوړولو کار شروع کړے د ے.
د پاکستان د فوځ په بیانیه کښې راغلی دی چې د دېوال له جوړولو نه علاوه به له افغانستان سره د خپلو پولو په اوږدو کښې د څارنې برجونه او نور تاسیسات هم جوړ کړی. د افغانستان او پاکستان تعلقاتو په تېرو پینځلسو کلونو کښې لوړې ژورې لرلې دی او دواړه خواوې یو بل له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ او د پوله ایزو تاوتریخوالو په رامنځته کولو تورنوی.