افغانستان پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په مالی ملاتړ او وسلې ورکولو تورن کړ

دافغانستان دبهرنيو چارو دوزارت ویندوی شکیب مستغنی د کابل پرضد دافغانستان ددفاع وزیر په څرګندونو نیوکه وکړه .

هغه پرون دپاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر خان څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلی یې وو ترهګرو ډلو په پاکستان کښې نه بلکې  په افغانستان کښې پناه اخیستی ده وویل داسلام اباد حکومت په دروغو سره د افغانستان دګرم ښودلو پرځاې باید دترهګرو ډلو پرضد رښتیونی مبارزه او اقدام وکړی .

څو ورځې مخکې د بریکس(BRICS) ډلې هیوادونو هم په یوې(۱) بیانیې کښې دپاکستان په خاوره کښې دترهګرو ډلو په شتون اندیښنه ښودلی  وه خو دپاکستان دفاع وزیر دغه بیانیې ته په غبرګون کښې ویلی وو ترهګرې ډلې دپاکستان په خاوره کښې نشته بلکې هغوې  د افغانستان په خاوره کښې پناه اخیستی ده .

دغه راز د افغانستان دخارجه وزارت د ستراتژیکو مطالعاتو د مرکز مشر فرامرز تمنا هم په دې هکله وویل ځینې وسله والې ډلې په افغانستان کښې فعالیت کوی خو پاکستان ورته وسلې او پیسې ورکوی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.