افغانستان په فساد کې ککړ د لسګونو کسانو په بهر تلو بنديز ولګوه

د افغانستان لوې څارنوالۍ وویل چې د دغه هیواد ۷۵ حکومتي چارواکي په فساد د تورنیدو له امله ممنوع الخروج شوي دي.

د افغانستان د لوې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل: له فساد سره د مبارزې قضايي مرکز ۷۵ کسان ممنوع الخروج کړي دي او د نورو څلویښتو چارواکو فعالیت یې هم ځنډولی دی.

له دې مخکښې د افغانستان (طلوع نیوز) چینل په یو رپورټ کښې د دغه هیواد د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د خپلو شخصو لګښتونو لپاره د یادې جرګې د بودجې په لګولو او خردبرد باندې تورن کړی و.

د افغانستان د ولسي جرګې ځینو استازو د دې کار په غبرګون کښې د هغه د استعفا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د ځینو کارپوهانو په اند، د افغانستان لویه څارنوالي هم خپلواکه نه ده ځکه چې دغه ارګان تراوسه د اوسني او تیر حکومت د لوړرتبه چارواکو د ستر فساد دوسیې نه دي څیړلې.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.