افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو زیاته مړګ او مړینه لري
افغانستان په نړۍ کښې له پیځه کلنۍ نه د کم عمر ماشومان زیاته مړینه لری
د ملګرو ملتو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق یونیسېف د یو رپوټ په خپرولو سره وویل: افغانستان، بنګلادېش او ملاوی درې هېوادونه دی چې له پینځه کلنۍ نه د کم عمر ماشومان پکې زیات له مرګ سره مخامخیږی.
یونیسېف په دغو دریو هېوادونو کښې له پینځه کلنۍ نه د کم عمر ماشومانو د مړینې اندازې ته له اشارې نه بغېر خبردارے ورکړ چې که د ماشومان د مړینې د اندازې د کمولو لپاره ضروری اقدامات ونه شی نو تر 2030 کاله پورې به په نړۍ کښې له پینځه کلنۍ د کم عمر اویا میلین ماشومان له مړینې سره مخامخ شی.
د افغانستان د روغتیا د ادارې مشر فیروزالدین فېروز هم څه موده مخکې د وېکسینېشن له نړیوالې ورځې سره په یو وخت د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې په 2015 کال کښې د ترسره شویو شمېرنو له مخې په هر اتلسو افغان ماشومانو کښې یو له پینځه کلنۍ نه مخکې مری.
دستونه، توره ټوخلې، هېپاټائېټس یا تور زیړے، اېنفلوانزا، ذات الریه یا نمونیه، د ماشومانو ګوزن او شرے ځینې هغه ډېرې مهمې بیمارۍ دی چې په افغانستان کښې د ماشومانو د مړینې سبب کیږی.