افغانستان په هرات ولایت کې نهه طالبان هلاک شوي

د افغانستان د هرات چارواکی وایی له امنیتی ځواکونو سره په جګړه کې نهه(9) طالبان او د ماین په یوې چاودنه کېی د یوی ښځې په ګډون دوه(2) ملکی وګړی وژل شوی دی.

د هرات د والی ویاند جیلانی فرهاد وویل طالبانو تېره شپه د اوبې ولسوالۍ د کوبان سیمې پر امنیتی پوستو بریدونه وکړل  خو  د امنیتی ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

فرهاد وایی د طالبان له برید وروسته تر څو ساعتونو پورې جګړې دوام درلود.

هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې نهه(9) وسله وال طالبان وژل شوی او شپږ(6) نور ټپیان دی او دغه راز دوه (2)پولیس هم ټپیان شوی دی.

فرهاد زیاته کړه په دې نښته کې له طالبانو  څلور (۴) موټرسایکل او څو میله بېلابېل ډول وسله هم ترلاسه شوی دی.

د یو بل خبر له مخې د هرات  د والی ویاند فرهاد جیلانی  د طالبانو له خوا د یوه (1)خښ شوی ماین په چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون د دوو(2) ملکی وګړو د وژل کېدو خبر ورکوی.

جیلانی فرهاد وایی دغه ماین د هرات د اوبې ولسوالۍ په کوبان سیمه کې د طالبانو له خوا خښ  شوی و چې د چاودنې له امله یې یو(1) سړی او یوه(1) ښځه وژل شوی دی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.