افغانستان په پاکستان کې قيد د طالب مشرانو د خلاصی د پاره پاکستان دولت سره خبرې کوي

د افغانستان د صلحې عالی شورا په پاکستان کښې د طالب ډلې د مشرانو د ازادۍ لپاره د خبرو اترو د دوام خبر ورکړ.

د افغانستان د صلحې د عالی شورا د دارلانشاء مشر وویل، دغه هېواد به په پاکستان کښې د طالب سر مشرانو د ازادۍ لپاره له ټولو امکاناتو استفاده وکړی.

اکرم خپلواک همدارنګ په افغانستان کښې له ټولو ښکېلو خواو وغوښتل چې تشدد او د خلقو وژله دې بنده کړی او د افغان خواو ترمېنځ او نېغ په نېغه خبرو اترو ته چې د جنګ د خاتمې لپاره ترټولو غوره انتخاب دے مخه کړی.

له دې مخکې هم د افغانستان د صلحې د عالی شورا مشر په دغه هېواد کښې د صلحې په ضرورت باندې په تاکید سره ویلی وو چې په افغانستان کښې د امنیت او صلحې ټینګښت به د سیمې او نړۍ د هېوادونو له ملاتړ او اجماع نه بغېر امکان ونه لری.

کریم خلیلی د سیمې له هېوادونو غوښتی وو چې د صلحې په  چلند کښې دې له افغانستان سره ملګرتیا وکړی، ځکه چې د دغه هېواد امنیت او قراری به د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه وی.

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.