افغانستان په پاکستان کې قيد د پينځه طالب مشرانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه

د افغانستان حکومت له طالبانو او نورو وسله والو مخالفو ډلو سره پخلاینې ته د لېوالتیا د نښې په توګه له پاکستان څخه غوښتي چې د طالبانو ۵ مهم بندي غړي خوشي کړي.

د افغانستان حکومت هیله لري چې دا ۵ تنه به، چې ویل کېږي پاکستان د دې لپاره نیولي چې سولې ته یې لېوالتیا لرله، په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

 راپور ورکړ چې دا ۵ تنه له ۳۵ نورو افغان طالب مشرانو او قوماندانانو سره د پاکستان په محبسونو کې بندیان دي.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس، د دغو ۵ تنو د خلاصون غوښتنه تېره میاشت (نوومبر) د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د دوه اویایمې غونډې په څنګ کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف سره د کتنې په مهال وکړه.

په نیویارک کې د اتمر او اصف له خبرو وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمرباجوه کابل ته لاړ او د دې موضوع په شمول یې په نورو مسایلو له افغان ولسمشر سره خبرې وکړې.

د طالبانو د تحریک پخوانی مرستیال ملاعبدالغني برادر، د کوټې شورا غړي ملا احمد الله نانی، ملا صمد ثاني او ملا سلیمان اغا، چې له ۴ تنو نورو سره د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر په یوولسمه د کوټې د سټیلایټ ټاون په یوه مدرسه کې نیول شوي وو، هغه کسان دي چې د افغانستان حکومت یې د خلاصون غوښتنه کوي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.