افغانستان کې جنګ نور تودولو په بيان افغانانو مولانا سميع الحق سپک سپور کړی

د جامعه حقانيه مدرسې مشر د ترهګرو ملاتړۍ او د طالبانو د پلار په نوم مشهور ملا مولانا سميع الحق په افغانستان کې د جهاد په اړه د بيان ورکولو سره د لر او بر افغانانو قهر راپارولی, او د مولانا سميع الحق يې په جار د ترهګرۍ کولو تورن کړی.

مولانا سميع الحق د طالبانو د پلار په نوم مشهور دغه افراطی مذهبی مشر چې د څلویښتو مذهبی ګوندونو اوډلو دائیتلاف مشری هم په غاړه لری وئیلی دی دپاکستان ته پکار دی د هغه تر مشرۍ لاندې د هیڅ یوې ډلې په خلاف دې اقدام ونه کړی ځکه دوی دامریکائی عسکرو په ضد چې په هره سیمې کې وی جنګیږی او دخپلې خاورې آزدول غواړی .

د پاکستان دد فاع شورا داسې ائیتلاف دی ، چې له کابو څلویښتو مذهبی اوافراطی ګوندونو اوډلو جوړه ده او زیاتره ډلې ئې دامریکا په تور لیسټ کې موجودې دی او پاکستان هم ځینی غیر قانونی اعلان کړی دی . دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همداروستیو کې دافغانستان په با دنوی سټراټژۍ په اعلانولو سره پاکستان ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې دې دحکومت دوسله والو مخالفانو اوترهه ګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلی او په پاکستان کې دې دحقانی چینل او نورو ترهه ګروډلو درزونکو کیمپونو اوپټنځایونو دله مینځه وړلو لپاره سملاسی اقدام وکړی .

مولانا سميع الحق د بيان روسته په سوشل ميډيا د خلکو د تود غبرګون سره مخ شو چې ملا خپل بچي جهاد ته نه استوي يواځې د نورو بچي جهاد ته استوي, او په پاکستان کې د امريکايی فوځی هډو يا د امريکايی فوځيانو په شتون غلی دی خو د افغانستان غم کوي چې ښکاره مالوميږي د نورو په اشارو لګيا دی.

مولانا سميع الحق څه موده مخکې په پنجاب کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال سره ژمنه کړې وه چې افغانستان کې به د امن د پاره خپل رول ولوبوی خو وس په افغانستان کې جنګ ته نور پوکي ورکوی تر څو د افغانانو وژنه هم داسې دوام داره پاتې شي.

دی پشتون اېکسپرېس

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.