افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د پاره په پاکستان فشار ضروري دی، حسین حقانی

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر او د پیپلز ګوند یو مشر حسین حقانی وایی، ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره په نوې ستراتیژۍ کې باید پر پاکستان سخت فشار شامل کړی

حسین حقانی پرون پنجشنبه په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې په یوه لیکنه کې ویلی، سره له دې چې افغان طالبان په افغانستان کې شاوخوا په سلو کې څلوېښت خاوره یا په کنټرول کې لری یا یې د کنټرول لپاره جنګېږی، خو مشران یې لا هم په پاکستان کې دی او له هماغه ځایه عملیات رهبری کوی

حقانی وایی، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې راهیسې د امریکا تشویقی اقدامات د دې سبب شوی نه دی چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس واخلی نو پکار ده چې ښاغلی ټرمپ پر متبادلو لارو غور وکړی.

دی وایی، امریکایی چارواکی نه دی توانېدلی چې د پاکستان پر هدفونو او نیتونو پوی شی.

حقانی لیکی، د سړې جګړې او د شوروی اتحاد خلاف د افغان جهاد او وروسته د القاعده پر ضد د جګړې په مهال پاکستان د امریکا لپاره کلیدی متحد و، خو د پاکستان لپاره دا اتحاد پدی منظور و، چې لا ډېرې وسلې، اقتصادی مرستې او د هند په وړاندې دیپلوماتیک ملاتړ ترلاسه کړی. هم امریکا او هم پاکستان اوس په دې مایوسی ښیی چې په جنوبی اسیا کې د دوی ګټې د یو بل خلاف دی.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر وایی، د امریکا د پخوانی ولسمشر، جورج ډبلیو بوش، حکومت وروسته له دې چې په افغانستان کې یې د طالبانو رژیم وپرزاوه، په پاکستان کې یې د دې ډلې د بیا رایوځای کېدا پروا ونه کړه، او فکر یې وکړ چې د پاکستان له لوری د القاعده د یو شمېر غړیو نیونه د پاکستان د همکارۍ د ثبوت لپاره کافی ده.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر وایی، په داسې حال کې چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د هند د خطر په اړه هیڅ ثبوت نشته، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مشرانو موجودیت او د فعالیت زیاتېدا له ورایه ښکاره ده.

دی په ۲۰۱۳ م کال د پاکستان په یوه روغتون کې د ملاعمر مړینه او په ۲۰۱۶ کال کې په بلوچستان ایالت کې د ملا اختر محمد منصور وژنه له چا پټ نه بولی.

حقانی وایی، امریکا باید پاکستان پرې نږدی چې د طالبانو د ملاتړ دوام له هند سره وتړی.

حقانی دا هم ویلی چې د پاکستان له لوری د طالبانو له ښکاره ملاتړ سره سره، امریکا دغه هیواد ته ۲۱ ملیارد ډالره مرسته ورکړې ده. دی وایی چې پاکستان ته مرستې باید د طالبانو د مشرانو په وړاندې له مشخصو اقداماتو سره وتړل شی.

حقانی د پاکستان د یو شمېر ادارو پر ضد، چې د طالبانو ملاتړ کوی، د بندیزونو د لګېدو وړاندیز هم کړی دی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.