افغان امنيتي ځواکونو د داعش او طالبانو په نسل کشۍ لاس پورې کړی, په سلګونو مزدوران مردار

  دافغانستان دملی امنیت ادارې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،  په تیرو دووورځو کې  دغه  پاکونکی عملیات  په نورستان ،بغلان ، بلخ ،سرپل ، کندوز ،ننګرهار ،لوګر ،وردګ ،خوست ، ارزګان ، کندهار  او هلمند  ولایتونو کې  ترسره شوی دی .

په  اعلامیې کې وئیل شوی دی ،  په  دغو  عملیاتو کې  دطالبانو ۱۲۹ غړی او دداعش تکفیری ډلې هم  اتلس  وسلوال  هلاک شوی او  دغه راز څوارلس نور ټپیان شوی ډی 

  دافغانستان  دملی امنیت ادارې  همداراز  د یوه ځان مرګی پشمول  د اتو وسلوالو طالبانو دنیول کیدا خبر هم ورکړی دی 

  په دغو  عملیاتو کې  دافغان ملی اردو  داحتمالی مرګ ژوبلو په باب څه نه دی وئیل شوی 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.