افغان امنيتی ځواکونو په عملياتو کې په لسګونه طالب او داعش مزدوران ټق چپه شوي

د افغانستان د دفاع  د وزارت مطبوعاتی دفتر  د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل،دغه عملیات د کنړ، ننګرهار او هلمند په شمول د دغه هېواد په پینځلسو ولایتونو کښې ترسره شول چې له کبله یې نولس تنه نور ترهه ګر ژوبل شول.

د طالب ډلې دوه ځای قوماندانان هم په وژل شویو کسانو کښې شامل دی.

د یو بل خبر له مخې د دغه هېواد په شمال کښې په کوهستانات سیمه کښې د افغان پولیسو او طالب ځواکونو ترمېنځ په پرونۍ نښته کښې لږ تر لږه اته طالب عناصر مړۀ او شپږ نور هم زخمی شول.

د افغانستان فوځی او امنیتی ځواکونو په دې وروستیو میاشتو کښې د دغه هېواد په مختلفو سیمو کښې د داعش او طالب ډلو په شمول د ترهه ګرو ډلو په خلاف حملې سختې کړی دی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.