افغان امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې شپږ پنځوس جهادی ترهګر هلاک شول

د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې شپږ پنځوس ترهه ګر ووژل شول

د افغانستان د دفاع د وزارت مطبوعاتی دفتر په یوې خبرتیا کښې وویل: دغه عملیات په تېر شواروز کښې په ننگرهار ، کنړ ، کاپیسا، پکتیا،خوست، غزنی ، قندهار ، ارزگان ، فراه ، غور ، قندوز ، فاریاب ، تخار ، بلخ او هلمند ولایتونو کښې ترسره شول چې پکې پینځه دېرش نور ترهه زخمیان شول.

د داعش دوه سرغنه او پینځویشت طالب ځواکونه په وژل شویو کسانو کښې شامل دی.

په دغو عملیاتو کښې زیات شمېر وسلې او جنګی سازوسامانونه کشف شول خو دافغان امنیتی ځواکونو د احتمالی سرتاوانونو په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.