افغان امنیتی ځواکونو په غزنی کې د طالبانو بیړه غرقه کړې

وسله والو طالبانو د افغانستان په غزنی ولایت ډله ییز بریدونه کړي چې ډېر په ګرانه بیعه ورته تمام شوي او د سلو ډېر طالبان پکې وژل شوي.

د افغانستان فوځ چې د مخکې یې د دغه بریدونو په اړه مالومات درلودل نو په ښار کې یې ډېر سخت امنیتی انتظامات کړي وو، کله چې وسله والو طالبانو پر غزني ښار له څو اړخونو ډله ييز بريدونه وکړل نو د څو ساعتونو د جنګ روسته په شا وتمبول شو.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل وويل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه په ١٢ بجو له څو اړخونو څخه پر غزني ښار ډله ييز بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، چې دې بريدونو لپاره وسله والو طالبانو له ميدان وردګو او زابل ولايتونو څخه هم وسله وال راټول کړي وو.

نوموړي وويل چې ترڅو ساعتونو جګړې وروسته د طالبانو بريدونه په شاتمبول شوي ، خو هغوى د ښار په دوکانونو او د خلکو په کورونو کې پټ شوي دي چې ډېر ژر به په ښار کې چاڼيز عمليات پيل شي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.