افغان دولت او طالبانو ترمينځه پټې معاملې روسته د طالبانو يو مهم مشر خوشی کړې شو

د طالبانو د رسنيو مثئول نظر محمد مطمين چې دوه میاشتې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست په دې تور چې ګنې دا د طالبانو د مطبوعاتي او تبلیغاتي چارو مسوول او ویاند ذبیح الله مجاهد دی نیولی و، نن سهار له بنده آزاد کړی شو.

ملي امنیت ته نږدې یوې کره سرچینې دی پشتون اېکسپرېس ته تائید کړه ، چې مطمین په کوم تور له شواهدو سره نیول شوی و، ګرانه وه چې را خوشې شي، خو په وروستیو کې د یو څو بانفوذه کسانو په منځګړيتوب د یو سیاسي جوړ جاړي او معاملې په اساس راخوشې کړای شو.

طالبانو ته نږدې مطبوعاتي او سیاسي فعالانو د هغه په را خوشې کېدو خوښې ښودلې ده او دا یې طالبانو سره د سولې او خبرو اترو د پیل لپاره مناسب کار بللی دی.

يادونې وړ ده چې نظر محمد مطمين د زبيح الله مجاهد په نوم د سلګونو چاودنو او بريدونو پړه پر غاړه اخيستې جې په زرګونو افغانان پکې وژل شوي.

دی پشتون اېکسپرېس کابل څانګه

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.