افغان فوځیانو په تندر بریدونو کې د نولس داعش جهادیانو مرګ پړده شو

د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن وویل چې په تیرو 24 ساعتونو کښې د ننګرهار ولایت پچیر اګام ولسوالۍ د تورې بورې په خواوشاه سیمو کښې د ځمکنیو او هوایی بریدونو په پایلو کښې 19 تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
ده وویل: په دی بریدونوکښې ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.
بل پلو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند شیرین اقا فقیری وویل په تیرو 24 ساعتونو کی د هوایی بریدونو له امله د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کی یوولس تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي وویل په وژل شویو کښې د مولوي ضیاء په نوم د داعش ډلې د جلب و جذب مسئول  مولوي سعید، د تبلیغاتو مسئول او درې تنه نور مهم او کلیدي غړي شامل دي. 
فقیري زیاته کړه چې په دغو بریدونوکی ملکي وګړیو او امنیتی ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.