افغان ولس دې د امريکه پرضد سم جهاد وکړی, د طالبانو پلار مولانا سميع الحق

دپاکستان دجمعیت علمای اسلام س څانګې مشر او دغه راز دپاکستان ددفاع شورا نومې دبیلابیلو مذهبی لورو دائیتلاف مشر مولانا سمیع الحق په اسلام اباد کې په خبری کنفرانس کې دپاکستان پر پوځ غږ کړی ، دحقانی ډلې په ضد دې هیڅ اقدام نه کوی ځکه دهغه تر رهبرۍ لاندې اړونده ډلې په افغانستان کې دامریکائی عسکرو په شد جنګیږی .

د طالبانو  پلارمشهور دغه   افراطی  مذهبی  مشر  چې د کابو څلویښتو مذهبی ګوندونو اوډلو دائیتلاف مشری هم په غاړه لری  وئیلی دی  دپاکستان ته پکار دی  د هغه تر مشرۍ لاندې د هیڅ یوې ډلې په خلاف دې اقدام ونه کړی  ځکه دوی دامریکائی عسکرو په ضد چې په  هره سیمې کې وی جنګیږی او دخپلې خاورې  آ زدول غواړی .

 د پاکستان دد فاع    شورا   د اسې ائیتلاف دی ، چې  له کابو څلویښتو  مذهبی  اوافراطی ګوندونو اوډلو جوړه ده او  زیاتره  ډلې ئې دامریکا په تور لیسټ کې  موجودې دی او   پاکستان هم ځینی غیر قانونی اعلان کړی دی .  دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ   په همداروستیو کې دافغانستان په با دنوی سټراټژۍ په اعلانولو سره   پاکستان ته خبرداری ورکړی  چې   په افغانستان کې دې دحکومت    دوسله والو مخالفانو اوترهه ګرو ډلو  له ملاتړه لاس واخلی  او  په پاکستان  کې دې  دحقانی چینل او نورو  ترهه ګروډلو  درزونکو کیمپونو اوپټنځایونو دله  مینځه وړلو لپاره  سملاسی اقدام وکړی .

مولانا سمیع ا لحق   په دغه خبری کنفرانس کې   دټرمپ دڅرګندونو  په غبرګون کې  وئیلی دی ،  ممکنه  نه ده  پاکستان د حقانی چینل په ضد کوم اقدام وکړی ، هغه وئیلی ،  امریکا  په سیمې کې  په امنیت  پسې نه ده، هغه  دغه راز له درست ولسه وغوښتل  څو په افغانستان کې دې دامریکا  خلاف  جهاد ته مټې را ونغړی . افغان ولس دې د امريکه پرضد سم جهاد وکړی, مولانا سميع الحق دا څرګندونې پّه داسې حال کې   دی چې پّه  همدا وروستیو کلونو کې   افغان چارواکو په تیره بیا په پآکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال   هڅه کړې   څو دطالبانو معنوی پلار مولانا سمیع الحق  قانع کړی  چې  دافغانستان  دسولې په بهیر کې  ګډون وکړی . 

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.