افغان ځواکونو د اتیا طالب ترهګرو ښکار وکړو
افغان امنیتی ځواکونو د طالب ځواکونو له وجوده د دغه هېواد د ځینو سیمو د پاکولو په دوام کښې اویا طالبان په هلاکت ورسول.
د افغانستان د دفاع د وزارت مطبوعاتی دفتر وویل: دغه کسان په تېر شواروز کښې په ننگرهار، کاپیسا، پکتیا، خوست، قندهار، قندوز، فاریاب، تخار تو هلمند ولایتونو کښې د حکومتی ځواکونو په عملیاتو کښې ووژل شول چې پینځه تنه پکښې ژوبل هم شول. په دغو عملیاتو کښې د هلمند ولایت په موسی قلا ولسوالۍ کښې د طالب ډلې یو قوماندان هم ووژل شو.
افغان امنیتی ځواکونو د سږ کال له شروع څخه د افغانستان په ناامنو او زیانمنو سیمو کښې د طالب او داعش ډلو د ځپلولپاره د خالد په نامه پراخه عملیات شروع کړی دی.