افغان ځواکونو په ارزوګان ولایت کې دوه طالبان هلاک کړي
د ارزګان ولایت امنیتی چارواکی وایی، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د نښتې پر مهال ۲وسله وال طالبان وژل شوی دی
په دغه ولایت د ملی پولیسو د لومړی کنډک قوماندان، ملک زین الله، نن پنجشنبې رسنیو ته وویل؛ چې یاد وسله وال په شاه منصور سیمه کې، پر یو شمېر امنیتی پوستو د حملې پرمهال وژل شوی دی.
نوموړی زیاته کړه؛ چې په دې نښته کې ۴ نور طالبان او یو پولیس ټپیان شوی هم دی.