افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو پوستکۍ وباسلی، نهه شپیته جهادیان مردار

افغانستان په هلمند کی حکومتی سرچینو وئیلی دی چې بیګا د ناوې ولسوالۍ پر در و مهمو سیمو د افغان کمانډو ځواکونو په ملاتړسره ځانګړی عملیات شوی، چې په نتیجې کې ئې طالب جنګیالی سخت ځپل شوی او د لومړنیو معلوماتو په اساس ۴۲ وسله وال پکې وژل شوی او ۲۷ ټپیان دی او ګڼې سیمې ترې پاکې شوی دی

د هلمند د والی:

مخالفینو کې څلور دطالب ډلګی مشران   حاجی احمد، فیضی، ثاقیب او حقبین هم شامل دی. او دغه راز څلور  نور   مشران یې هم نادرکه دی.

دوی وایی چه دغو عملیاتو کې څلور ګاډی ، ۱۸  موټر سایکل درندې  او سپکې  وسلې هم تباه  شوی دی.یاد عملیات د ناوې ولسوالۍ لوی کلی، ژړ صاحب او عېنک سیمو کې لا هم دوام لری، چې په هکله به یې نور معلومات وروسته خپاره شی.دغه دولتی منبع همدارنگه مونږ ته خبر راکر چی  د لښکرګاه اړوند بولان سیمه کې هم پر دوه مهمو مرکزونو د افغان هوایی ځواکونو بریدونو کې د دښمن۱۲  تنه وژل شوی او شپږ   نور ئې  ټپیان دی، دغه راز دوه کارخانې اوپنځه  موټر سایکل  یې هم له منځه وړل شوی دی. داه په  داسې حال کې دی چې دخبر ترمخابیره کیداپورې طالبانو  په دی هکله سه نه دی ویلی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.