المان کې د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کليزه ولمانځل شوه

” د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې ” لخوا د جرمنی په کولن ښار کې د افغانستان خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت سره یوه لویه غونډه ترسره شوه چې پکې په سلګونو خلکو ګډون وکړو.

د غونډې په اوله برخه کې د امان الله خان د ژوند او شحصیت، دا افغانستان د خپلواکۍ په اړه مقالې وارول شوې.

ښاغلي شاهسوار سنګروال د امان الله خان او خپلواکۍ په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي صفدر خان په ن ني عصر کې د خپلواکۍ مفهوم،اړخونو او حدونو خبرې وکړې.

اندید اکادمیسن ښاغلي محمد اعظم سیستانی وحدت ملی، تعمیم معرف و تطبیق قانون سه ارمان بزرګ امان الله خان په موضوع وینا وکړه.

اعلې بریښنه صابر د خپلواکۍ د ملی اتلانو ژوند، شخصیت او کارنامو ته یوه لنډه کتنه وکړه.

داکټر سباستین هاینه ‘ د هوتکیانو تر امان الله خانه د خپلواکۍ ژبڼې او تاریخي بهیر په اړه خپله مقاله واروله.

د جرمني په مګادبرګ ایالت کې د پوهنتون استاذ او فیزیک پوهه ډاکټر محمد تنها په اماني دوره کې عصري زده کړو او ساینس ته یوه لنډه کتنه وکړه.

لیکوال احمد ولی اچکزئ شلمه، پیړۍ، نړۍ او افغانستان په اړه د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه.

ښاغلي سراج ببرکزئ د امان الله خان د وکمنۍ د سقوط د عواملو په اړه خپلې خبرې وکړې.

” د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې ” د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت سره جوړ شوې یوه تفصیلی ویډیو د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړه.

د مقالو روسته مشاعره وشوه چې بیله بیلو شاعرانو پکې برخه واخیستله.

د مشاعرې روسته د غونډې په اخري برخه کې موسیقي وه چې استاذ شاه ولي، بهرام جان او بهیر امیری پکې برخه واخیستله.

د خپلواکۍ په دغه غونډه کې انګلستان، ناروې، ډنمارک، سویډن، فرانس ، اطریش څخه ښځو نرو ګډون کړې وو.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.