امريکه او افغانستان به په ګډه په هيواد کې د ترهګرو نوغی وباسی,د غني او د ټرمپ وينا

اشرف غني چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په ۷۲ غونډه کښې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، پرون یې د امریکې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په کتنه کښې زیاته کړه: نن سبا په افغانستان کښې شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي او د دې هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه ورسره په قدرت او میړانې سره جنګیږي.

محمد اشرف غني په عین حال کښې افغانستان ته د لازیاتو ځواکونو د لیږلو په هکله د خپل هیواد لپاره د امریکې نوې پوځي سټراټیجي له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت د تامینیدو په لړ کښې د افغانستان لپاره یو فرصت وباله.

په دغه کتنه کښې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم وویل چې هیواد یې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې او د امنیت په تامینولو ژمن دی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.