امريکه دې په افغانستان کې د هوايې بريدونه لاس واخلي ګني نو . . . حامد کرزئ امريکه ته اخطار

حامد کرزی دپوځیانو دزیاتولو لپاره دافغانستان لپاره دامریکا نوی سټراټژۍ ماته خوړلی وبلله او وې ویل دامریکا ئی عسکرو زیاتول به دافغانستان لابې ثباته کولو اوناکرارولو ته لمن ووهی .

دافغانستان پخوانی ولسمشر  حامدکرزی  پرون ناوخته   په یولړڅرګندونو کې  دافغانستان په لوګر  ولایت  کې دامریکا  وروستۍ هوائی حملې   دنړیوالو  مقرراتو  خلاف او بشری ضد  جنایت وباله او  پر امریکا ئې غږ وکړ  دافغانستان پر هستوګنو سیمو دې  خپلې هوائی حملې اوجنایتونه سملاسی بند کړی .

 حامد کرزی   دپوځیانو دزیاتولو لپاره  دافغانستان لپاره دامریکا  نوی سټراټژۍ ماته خوړلی وبلله او وې ویل    دامریکا ئی عسکرو زیاتول به دافغانستان لابې ثباته کولو  اوناکرارولو ته لمن ووهی .

 داپه داسې حال کې دی چې  دامریکا دفاع وزارت پنټاګان پخبلو نوو احصایو کې  په افغانستان کې دیره  دامریکائی عسکرو شمیر  یولس زره اعلان کړی دی . ټاکل شوې ده چې  د امریکا نور څلور زره  عسکر هم افغانستان ته ولیږدول شی .

 دامریکا  جنګی الوتکو   دتیرې چارشنبې په ورځې   د افغانستان د لوګر ولایت  په پل علم  ولسوالۍ کې پر هستوګنو سیمو سخته بمباری کړی  چې له امله ئې  دښځو اوماشومانو پشمول  کابو پنځه دیرش کسان   وژل  شوی او یوشمیر نور هم ټپیان شوی وو .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.