امريکه د افغان ولس سره تر پايه ولاړه ده, اشرف غنی

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی  نن کندهار ته په سفر کې چې یو شمېر وزیرانو ،د ولسی جرګې غړو او نورو مشرانو یې ملتیا کوله ، دکندهار په هوائی ډګر کې  دقول اردو لوړپوړو قوماندانانو ،مسئولانو، دینی عالمانو ،مخورو اوځوانانو په ټول کې  دافغانستان  په  وړاندې د امریکا دولسمشر  دنوی سټراټژۍ په هرکلی سره  ووئیل ،نن یوه خاصه ورځ ده،نور به زمانی قید او شرط نه وی او امریکا به له افغان ولس سره تر پایه درېږی.

دهغه په وینا، د امریکا د دې درېدنې پیغام دا دی چې دوی به په افغانستان کې د سولې حمایت کوی.

دافغانستان  ولسمشر یو ځل بیا وسله والو مخالفانو ته په خطاب کې ووئیل ،وسله  وال مخالفان دې پوه شی چې  جګړه نه شئ ګټلای، نو ځکه دې د سولې لار خپله کړی او نور دې د وینو  له بهولو لاس په سر شی

اشرف غنی روښانه کړې ، بل پیغام دا دی چې په تېرو ۶۰  او په تیره بیا په ۴۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې زمونږ یوه ګاونډی پاکستان ته واضح پیغام ورکړل شوی چې نور ترهګرو ته پناه نه شئ ورکولائ ،اوپه دې برخه کې زمونږ پیغام هم ډېر واضح دی او هغه دا چې له پاکستان سره تلپاتې سوله غواړو،ځکه ارام او اباد افغانستان د هېچا په خطر نه دی .

په عین حال کې د افغانستان ولسمشر  د پاکستان پر ولس هم غږ وکړ څو پر خپل حکومت او پوځیانو دې دباؤنه واچوی چې د افغانستان د حکومت له خوا دغه هېواد ته د سولې غځېدلی لاس په لاس کې ونیسی څو دواړه هېوادونه سولې ته ورسېږی.

هغه وسله والو مخالفانو ته په ګواښ ورکولو سره  روښانه کړه ،د ترهګرو پر ضد به زمونږ مبارزه روانه وی؛ ځکه دوی د وخت  او زمانې  خوارج دی، د افغانستان ولس ته هېڅ پیغام نه لری، دوی د فتنو محرکین دی ،دا د علماوو دنده ده څو خلکو ته واضحه  کړی چې فتنه څه ده او خوارج څوک دی؟ هغه څوک  چې زموږ اولادونه په جوماتونو کې وژنی، دا کړنه   نه اسلامیت دی او نه افغانیت  .دینی عالمانو ته پکار ده  چې د حق او باطل په جګړه کې څرګند دریځ ونیسی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.