امريکه ویریږي چې دپاکستان اټومي وسلې دترهګرو لاس ته ورنشي

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیرې دوشنبې ورځ دافغانستان په اړه د نوی ستراتژۍ د اعلانونو په وخت دپاکستان پرضد سختې خبرې کړی وی .

خو اوس دغه خبره ایشوا شوی ده چې دامریکا دنوی ستراتژۍ هدف دپاکستان اټومی وسلې دی .

اینډیا ټایمز ورځپاڼې دامریکا د ولسمشر ټرمپ دحکومت دیوه(۱) لوړرتبه  چارواکی په قول  ویلی دی واشنګټن دپاکستان داټومی پروګرام په اړه سخت اندیښمن دی .

دامریکا د ولسمشر ټرمپ دحکومت دغه لوړرتبه چارواکی ویلی دی په سیمه کښې چې کومه مسله بیا بیا سر پورته کوی هغه اټومی پروګرام دی  او زیاته کړی یې ده چې دا دجنوبی اسیا د سیاست ډیره مهمه مسله ده .

دامریکا دغه لوړرتبه چارواکی ویلی دی واشنګټن ویریږی چې دپاکستان اټومی وسلې دترهګرو لاس ته ورنشی .

هغه ویلی دی چې دجنوبی اسیا په اړه دامریکا په ستراتژۍ کښې د پاکستان او دهندوستان شخړه ډیر اهمیت لری او دواړه هیوادونه اټومی قدرتونه دی او باید روانې شخړې ختمې کړی چې دهر ډول پوځی ماجرا غوښتنې مخه ونیول شی .

دامریکا دغه لوړرتبه چارواکی زیاته کړی ده مونږ دهغو اټومی وسلو په اړه چې دجنګ په میدان کښې داستعمالیدا لپاره جوړې شوی دی سختې اندیښنې لرو او دا ډول وسلې دترهګرو لاس ته ورتللی او په سیمه کښې اټومی جنګ پیلیدلی شی .

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.