امريکه پاکستان ته د ستونزو زياتولو په لټه کې ده, پاکستان د بهرنيو چارو وزارت
د پاکستان خارجه وزیر ایشوا کړی چې په لسګونو کلونه کیږی چې آمریکا د حقانی ترهګرې ډلګۍ پوځی او مالی ملاتړ کوی.
خواجه محمدآصف نن په اسلام آباد کښې وویل:حقانی ترهګره ډلګۍ چې پاکستان ترې په ملاتړ تورن شوی،کابو پینځه ویشت کلونه کیږی چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی ملاتړ لری.
هغه زیاته کړه:واشنګټن د اسلام آباد د باور وړ دوست نه دی او ریښتونوالی نه لری او دا موضوع ټولو ته ثابته شوی ده.
د پاکستان خارجه وزیر ډاګینه کړه:آمریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې پرځای د پاکستان لپاره د ستونزو د زیاتولو په لټه کښې ده.