امريکه پاکستان په ګواهونو نشي ويرولی, د پاکستان د بهرنيو چارو وزير

 د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف به راتلونکی اونۍ چین ، روسیې او ترکیې ته سفرونه وکړی چې د افغانستان او د جنوبی اسیا په هکله د امریکا د نوی ستراتژۍ په اړه سلامشورې وکړی .

دغه راز امریکا ته د پاکستان دخارجه وزیر خواجه اصف ټاکل شوی سفر اوس دهغه دسیمه ایز سفر په وجه ځنډول شوی دی .

دپاکستان ډیپلوماټانو ویلی دی چې روسیې ، چین او ترکیې ته د خارجه وزیر خواجه اصف سفرونه به امریکا ته سخت پیغام ورکړی چې اسلام اباد نشی ویرولی او دغه راز پاکستان په سیمه کښې زیات ملاتړ لری .

دغه راز ایران ، روسیې او چین د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر سیاست او څرګندونې غندلی او د پاکستان ملاتړ یې اعلان کړی دی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.