امريکه په پاکستان د سختو بنديزونو لګولو غور کوي// برطانيه فنانشل ټايمز ورځپاڼې راپور

د امريکا دولت پاکستان سره د “ملګري هيواد” حيثيت ختمولو باندې غور کوي. د بريتانوي ورځپاڼې فنانشل ټايمز د رپورټ تر مخه د ټرمپ انتظاميه د دغه حيثيت ختمولو سره سره په نورو سختو ګامونو هم غور کوي. امريکا په پاکستان تور لګوي چې دغه هېواد کې شاوخوا شل ترهګرې ډلې خپل فعاليت کوي د کومو په ضد چې د جدي ګامونو پورته کولو اړتيا ده.

د فنانشل ټايمز د رپورټ ترمخه امريکا د دې څخه وړاندې هم په پاکستان باندې ۲۵.۵ ميليونه ډالر پوځي مرسته ودرولې او اوس پۀ نورو اقداماتو هم غور کوي په کوم کې چې ملکي مرستې کمول، پۀ ډرون بريدونو کې زياتوالی او د پاکستان د استخباراتي شبکې پۀ چارواکو سفري بندېزونه لګولو پۀ شان سخت اقدامات شامل دي.

د رپورټ تر مخه د امريکا دولت د پاکستان د غير ناټو ملګري هيواد په طور حيثيت ختمول او د ترهه ګرو پالونکي هيواد پۀ نوم هم نومولی شي د کومې په نتيجه کې چې به نۀ يوازې پاکستان ته وسلو خرڅولو پابندي لګېدی شي بلکه د ايي ام ايف او د نړيوال بانک څخه د ملياردونو ډالرو قرضو اخستل هم ستونزمن کيدی شي

ياده دې وي چې د پاکستان او امريکه ترمينځه اړيکې هغه وخت خرابې شوې, چې اندازه يې د دې کيدای شي چې د ټرمپ د نيوکو روسته اسلام اباد تيره مياشت په احتجاجی ډول د امريکه د جنوبی اسيا د پاره بهرنيو چارو دفتر مشر ايلس ويلس پاکستان ته د راتګ څخه منع کړې وو. خو ايلس ويلس په دې هفته کې په امريکه کې د پاکستان سفير اعزاز چوهدری سره ليدل وکړل, د امريکه ترمخه د دواړو هيوادونو سفيران يو بل سره په تماس کې دي.

ياده دې وي چې تيره مياشت ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د نوی پاليسۍ اعلان په وخت په پاکستان سختې نيوکې کړې وی.

ژباړه: عرفان افغان
دی پشتون اېکسپرېس

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.