امريکه کې افغانې پيغلې نړيوال ريکارډ په خپل نوم کړ

د تاند ويب پاڼې د راپور په اساس ښایستې واعظ تر ټولو کم عمره جينۍ په توګه له درستې نړۍ څخه په یو ماشینه الوتکه کې د راګرځېدو ریکارډ جوړ کړ.

دېرش کلنه واعظ خپله (Beechcraft Bonanza A36) الوتکه تېره شپه د امریکا په فلوریدا کې کښته کړه.
دا په دې سفر کې په ۱۳۸ ځایونو کې تم شوه او د جولای په میاشت کې کابل ته هم راغله.

اغلې واعظ تېر ماښام فلوریدا ته له رسېدو وروسته پر ټویټر ولیکل چې له خپلې الوتکې مننه کوي.

ښایسته پر افغانستان د شوروي اتحاد د راتګ په کلونو کې د پاکستان د کډوالو په یوه کمپ کې زېږېدلې، خو وروسته له دې چې کورنۍ یې امریکا ته لاړه، هلته یې پېلوټي زده کړه.

دې ۲۵۰۰۰ مایله سفر وکړ او له ۲۲ هیوادونو تېره شوه.

په دغو هیوادونو کې افغانستان شامل نه و خو وروسته له دې چې دا په خپله سپکه الوتکه کې دوبۍ ته ورسېده، له هغه ځایه په مسافري الوتکه کې د خپل هیواد لیدو ته راغله، له ولسمشر غني او ګڼو نورو افغانانو سره یې ولیدل.

اغلې واعظ خپل دا تاریخي سفر د سږ کال د مې په میاتشت کې د فلوریدا ایالت له ډې تونا (Daytona) ساحله پیل کړ.
په دې سفر کې د اغلې واعظ لپاره تر ټولو اوږد پر ارام (پسفیک) سمندر له پاسه له هاوايي څخه تر کلیفورنیا پورې و چې ۱۴ ساعته یې دوام وکړ.

دې په افغانستان کې وویل چې د دې سفر هدف یې دا نه دی چې نړیوال ریکارډ جوړ کړي؛ بلکې غواړي چې ښځې او ځوانان د هوايي – فضايي چارو، ساینس او ټکنالوژۍ زده کړې ته وهڅوي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.