امريکه کې قدرتی عذاب د ماتې سره مخ شوې

د امريکه د ټيکساس ايالت 27,86 ملين ابادي ده,
پدغه ايالت کې د يوې هفتې راخڅې سخت بادو باران دی, انځورونه به تاسو ليدلی وي او خبرونه به مو هم کتلي وي ټول ايالت يې اوبه اوبه دی, بيګاه مې په ټيکساس کې د يوې افغانې ميرمن سره خبرې کولې وايي دولت ټول خلک خوندی ځايونو ته رسولی, داسې طوفان او سيلاب چې زرګونو خلکو د مرګ ويره وه پکې يواځې 12 تنان پکې مړه شوي, وس هم په اسمان توره تېره خوره ده, او باران وريږي خو بيا هم برق شته, انترنيت شته او د ټيلفون په يو زنګ درته مرستې کولو ولا رارسيږي.

زمونږ په شان مذهبی روبوټانو په نظر کې دا په امريکه يو عذاب دای, خو دا عذاب د امريکه د دولت, اقتصاد پر وړاندې بې وسه دی, دا طوفان خو راغلی خو د چا وېښته يې هم ندی , . . . . 12 کسانو مرګ په 27,,28 ملين ابادۍ بيخی کم دی خدای دې نور خير وکړي خو په ټيکساس عذاب د ماتې سره مخ دی.

وس د پښتون لاله وطن کې که څوک مچۍ وچيچي وايي دا د خدای عذاب دی, دوي د يوې مچۍ توان نلری بيا که خدای مکړه که د ټيکساس پشان طوفان راشي نو دومره بغارې به و وهي چې يا خدايه مونږ معاف کړه او مونږ ستا ګنانګار خلک يو, ته به فکر کوې که دا د سيکسي فلمونو تجارت په ټيکساس کې نه کيږي دلته پېښور او کابل کې کيږي چې دوي داسې توبې وباسي.

په ټيکساس کې چې کله دا بارانونه لېږ تم شي دا 28 ملين خلکو ايالت به د امريکه دولت فقط په يو څو مياشتو کې د دې هم ښکلی او په نوي ماډل جوړ کړي تر څو لس او دولس کاله روسته نور داسې طوفانونه يا زمونږ په نظر کې عذاب پرې کار ونکړي, دا خو زمونږ نيتونه خراب دي لږې د سيند يا د خوړ اوبه هم رباندې راشي په کلونو ځان نشو خلاصولی.

وس نو خبره داسې ده چې په امريکه کې عذاب يا قهر د ماتې سره مخ دی, ډېر په ټيټو سترګو به دغه اوبه ځان په زمکه کې جذب کړي او زمونږ غوندې مذهبی افراطيان خړې سترګې پاتې شو.

وائي دلته چې ژوند تېر کړي پۀ عذاب کښې
پۀ دې خلکو باندې هلته عذاب نشته

نوربادشاه يوسفزئ

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.