امریکايی ډپلوماټ د ائی ایس ائی پخوانۍ مشر د جیل نه خوشي کولو په مرسته تورن کړ

د هغه امريکايی جاسوس ريمنډ ډيوس په اړه نوی بحث پېل شوی چې کله هغه جاسوس په لاهور کې دوه پاکستانيان مړه کړل, هغه ونيول شو, جيل ته ولېږل شو او بيا پاکستان خلاص کړو امريکه ته يې واپس وليږلو

هغه جاسوس په خپل کتاب کې ليکلي چې زما په ازادولو کې د ټولو ډېره مرسته د هغه وخت د ائی ايس ائی مشر جنرل پاشا کړې وه

وايي چې کله زه د لاهور په عدالت کې مخکې ته وړاندې وم, هغه محال عدالت کې د ائی ايس ائی مشر جنرل پاشا په لاس کې موبايل وو او دقې دقې خبر به يې په پاکستان کې د امريکه سفير کيمرون مڼ ته ورکوه

ريمنډ ډيوس زياتوی چې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف جان کيری هم د زړه د خلاصه د هغه په ازادولو کې خپله ونډه اخيستې وه

ویل کیږي د جنرال پاشا سره امریکا ژمنه کړې وه چې که ریمانډ ډیوس خوشي کولو کې مرسته وکړې په نوکرۍ کې به دې نور وخت سیوا کړي او هغسې بیا وکړې شوه د ډیوس امریکا ته د ورکولو روسته د جنرال پاشاه په نوکرۍ کې نور وخت زیات کړ شو

پاکستان کې د دې کیسې په حقیقت ښکاره کیدو سره په سوشل میډیا بحثونه ګرم شوي او ځینو بیا د افغانستان او هندوستان په ګډه سازش بللی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.