امریکایی چارواکو وزیرستان ته سفر کړې دی
د امريکې پخواني صدارتي امیدوار په شمول پنځه سینیټرانو باندې مشتمل امریکنې وفد د جنوبی وزیرستان دوره کړې ده. د آئي ایس پي آر وینا ده چې د امریکې د سینټ د آرمز کميټۍ دغه وفد سره آرمي چیف جنرل قمر جاوید باجوه هم دوره کښې شریک وو . په دې محال دوې د امریکې په مالي مرستو جوړیدونکې ترقیاتې منصوبو او پاک-افغان سرحد هم د هوا نه کتنه اوکړه. آئي ایس پي آر تر مخه په دې موقع امريکنې وفد ته په پاک-افغان پوله لګولی کیدونکې کانټا تار، قبائلي علاقو کښې راوانو اپریشنو او د کډوالو واپس بحالۍ په اړه بریفنګ ورکړی شو او جان مېکین د بې امنۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان د کردار ستائنه اوکړه. امریکنی سینیټرانو د پاک-افغان پولې سکيورټۍ لپاره د دوانړه ملکونو یو بل سره مرستې او شریک طریقه کار په ټاکلو هم زور راوړو. بیان تر مخه آرمي چیف د سیمې دوره کولو او فاټا د پاره د امريکې مالي مرستو باندې د امریکې سینیټرانو مننه اوکړه.