امریکه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې لاس واخلي، عطامحمد نور امریکه ته ګواښ

د افغانستان د جمعیت اسلامی ګوند اجرایی رئیس عطا محمد نور  په مزار شریف کی په یو لړ مراسمو کی، د افغانستان د ؤلس مشر د لمړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم، د دوسیې په هکله؛ په کابل کی د امریکا سفارت د سرپرست څرګندونو ته په عکس العمل کی وویل: پدې باره کی د ده څرګندونی، په داخلی چارو کی دخالت، او د نړیوالو قوانینو او بین المللی حقوقو څرګند نقضول دی.
له دې وړاندی هم، د افغانستان پارلمان استازیو، د جنرال عبدالرشید دوستم د دوسیې په باره کی، په کابل کی د امریکا سفارت د سرپرست څرګندونی؛ په داخلی چارو کی لاسوهنه او تر پوښتنې لاندی د افغانستان د سیاسی خپلواکې راوستل وبلل.
دغه امریکایی ډیپلماټ د تیری چهارشنبی په ورځ، په کابل کی په خبری کنفرانس کی، د جنرال دوستم او د هغه د ساتونکو له خوا، د جوزجان د پخوانی والی د جنسی زورونی د تور قضیې د تعقیبولو غوښتونکئ شوئ ؤ.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.