اوبــــه،هــــوا,خـــاوره او ژونـــد // انجینر تهذیب الله مهذب

دا یو څرګند او روښانه حقیقت دی چې لایزال رب په خپل کمال،حکمت او بلاغت سره په طبیعت کې اوبه،هوا،او خاوره او داسې نور سالرونکي او غیر سالرونکي ژوي د ځنځیر دکړیو په شان دځمکې په مخ پیداکړي او رب العزت دې لپاره یې یو خاص تسلسل او توازن په طبیعت کې رامنځ ته کړی دی.

او ددې مخلوقاتو په پیدایښت کې د لایزال رب عظیم حکمت پروت دی،هغه داچې دا ټول شیان لایزال رب دانسانانو د فایدي او ګټې لپاره پیداکړې دي.

اوبه،هوا،او خاوره هغه دري عناصر دې چې ژوند ورپورې تړل شوی،یا په بل عبارت دهمدغو دریو عناصرو مجموعي ته ژوند ویل کیږي،که چیرته یو له دوۍ نه وي طبعاً ژوند به هم نه وي

چې داسې ده موږ او تاسې باید د رب ددغو وړیا او بې شمیرو نعمتونو شکر ادا کړو،دپاکوالې او دککړتیا دمخنیوي لپاره باید هر ډول مبارزه وکړو تر څو مو ژوند ښکلی شي.
دهمدغو دریو عناصرو د پاکوالې او ککړتیا دمخنیوي لپاره څه باید وکړو؟

طبیعت ښکلی دی او دغه طبیعت ته لا ښکلا ورکول د خپل ژوند د ښکلولو او ښایسته کولو په معنا دی.
یو څو ټکې باید په نظر کې ونیسو تر څو دغه ستونزې لمنځه یوسو او د یو ښکلې ژوند خاوندان شو.

:اوبه

اوبه د کیفیت خرابیدونکو طبعي منابعو څخه ګڼل کیږي چې دانسان په ژوند کې خورا زیات اهمیت لري،اوبه د ژوندیو موجوداتو د عضویت زیاته برخه تشکیلوي او همدارنګه د انسان په بدن کې اکثره تعاملونه د اوبو په موجودیت کې صورت نیسي.
اوبه د بدن د حرارت درجه ثابته ساتي،او ټول نباتات خپل غذایې مواد دمحلول په شکل دخاوري څخه اخلي او دنبات زیاته برخه د 65 ـــ80 پورې اوبه تشکیلوي او همدارنګه انسانان په خپلو ورځنیو فعالیتونو کې اوبو ته زیات ضرورت لري.

چې داسې ده موږ او تاسې باید د اوبو د هر ډول ککړونکو موادو څخه مخنیوی وکړو او د یو څاڅکې اوبو سره هم ډیر احتیاط وکړو چې راڅخه ضایع نشي.
خدای پاک په قران عظیم الشان کې اصراف کوونکی د شیطان ورور بلل دی،او د اسلام مبین دین موږ ته امر کړی چې تاسو د اصراف څخه ځانونه وساتۍ.
د ډک سیند په غاړه هم باید په اوداسه کې اصراف ونشي،اوس تاسو فکر وکړۍ چې موږ څومره په بې رحمۍ او بې غورۍ د اوبو سره بیباکې او ضایع کوو یې.
سر له نن موږ او تاسې باید دغو ټولو برخو ته متوجه ووسو تر څو د ژوند او طبیعت لپاره پاکې او رڼي اوبه ولرو،ځکه پاکې اوبه د انسان د روغتیا لپاره ډیرې ضروري دي.

 :هوا

هوا د ژوند توښه ده، ضرورت او اړتیا یې د اوبو او غذا څخه زیاته ده.د هوا د اهمیت په هکله دومره بس ده چې انسان کولای شې دغذا پرته د څو هفتو(تقریباً پنځه هفتي) او د اوبو پرته څو ورځي(تقریباً څلور ورځي)په معتدله اب هوا کې ژوند وکړي،ولي ددهوا پرته زیات له څو دقیقو نشې کولای چې ژوندی پاتي شي

هوا چې د انسان د ژوند لپاره ضروري ده او اغیزه یې پر صحت باندې غیر قابل انکار دی چې په پرلپسي ډول د طبعي عواملو او دانسان دفعالیتونو په پایله کې ککړیږي.

نو موږ او تاسې باید د سونګ له موادو سره ډیر احتیاط وکړو چې په دود یې خپل چاپیریال او هوا چټل نه کړو،او ټول هغه فعالیتونه چې هوا ته د ککړتیا لامل کیږي باید لمنځه یوسو یا یې راکم کړو،ترڅو په ژوند کې پاکه هوا ولرو او د هر ډول ناروغیو څخه وژغورل شو.

:خاوره

خاوره هغه طبعي شتمني ده چې د بشر بقا په دې طبعي منبع پورې تړل شوي،د ښو او حاصلخیزو خاورو موجودیت په یو هیواد کې د اقتصادي پرمختګ ضامن دی.
نو په همدې اساس د کیمیاوي سرو او درملو نامناسب استعمال،کرهنیز کثافات،صنعتي کثافات،ښاري کثافات او داسې نور دخاوري دککړتیا لامل کیږي.
موږ او تاسې باید کثافات بې ځایه ونه غورځوو،خپل دکور مخه،کوڅه،بازار او ټولنه هم لکه خپل کور وګڼو،که مو دا ځایونه چټل وي همدا موږ به په ناروغیو اخته کیږو

زموږ دناعلاج مرضیو یو علت زموږ همدغه زموږ په خپل لاس چټل شوی چاپیریال دی.
باید کوښښ وکړو چې شنه بوټي لمنځه یو نه سو بلکې هرکال په کور،دکور او هټیو مخې ته،په ښوونځیو او بل هر ځای کې چې توان مو رسیږي نیالګي کښینوو او هم یې ساتنه وکړو

خپل د اوسیدو هر ځای باید تک شین کړو،ځکه شین چاپیریال د لوړ انساني ژوند نښه ده،شین چاپیریال د ښکلا ترڅنګ د هوا د پاکوالي او ډیر باران او اوبو د ډیریدو سبب راځۍ چې خپل انساني او مسؤلیت ادا کړو،تر څو په راتلونکي کې له ستونزو وژغورل شو او د یو ښه پاک ژوند خاوندان شو

لیکنه:انجینر تهذیب الله مهذب

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.