اوس به دې مور کونډه شي‌/ آیاز یوسفرے

د ليدلو او اورېدلو تر منځه لوی توپیر وي. اکثر خلک چې خبره کوې نو آسمان ته منجيلې تړي خو چې خبره بل شان شي او هر څۀ پۀ خپلو سترګو وویني نو بیا د تېښتې لاره

ګوري خو اکثر ترې بیا لاره ورکه وي.
نيکۀ مې دې خدای وبخښي، کیسه یې کوله چې کله د دير خلک کله کشمير ته د هند سره جنګ له تلل نو زمونږ د سيمې يو مشر، چې اوس مړ دی، هم کشمير ته د نورو خلکو سره روان و. پۀ لاره لۀ حده زيات جذباتي و او پۀ ټوله لاره یې د الله اکبر چغې وهلې. د ګاډي ډرائیور ته به یې ویل چې اُستاذه بېړه وکړه چې زر ورسو، شهادت ته مې سمه تادي ده. څو ځل یې ورته وويل چې اُستاذه ما به خاص د کوم هندو پۀ ډېران کې کوز کړې چې سم د لاسه غزا پيل کړم.
بابا ويل چې پۀ لاره يو ځای ګاډی ډوډۍ ته ودرېدو نو هغه مشر د هوټل والا نه پۀ ګډه وډه اردو کې پوښتنه وکړه چې “اې بائي! ايدر کوئي سیکهـ ميکهـ یا هندو ميندو نئي ای چې

اس کو تباه کرو؟”
خو چې کله خلک کشمير ته نزدې شول او هغه مشر د ډزو غږونه د لرې نه واورېدل نو پۀ زمکه پړمخ پرېوتلو او خپل زوي ته یې پۀ زوره زوره چغې وهلې چې اې فلانیه! خدای خو دې غرق کړه زر راشه او پۀ ما دپاسه څمله، اوس به دې

مور کونډه شي.
ويل یې چې ډزې لږې پۀ قلاره شوې نو هغه مشر دوه پښې خپلې کړې او دوه یې پردۍ کړې او راوتښتېدلو. ويل یې ملګرو یې ورپسې د شا نه ډېرې نارې ووهلې چې راوګرځه نيکبخته! ستا خو شهادت ته ډېره تادي وه، اوس ولې تښتې؟ ويل هغۀ ورته پۀ منډه کې وويل چې تاسو ليوني یئ مړه! ما خو لا د دُنیا نه نيم چرګ هم نۀ دی خوړلی، مرګ او شهادت

مهادت ته مې لا هېڅ اراده نشته.
خبره مې دې پورې راياده شوه چې ډېر ګُل خانان لګيا دي د ډونلډ ټرمپ پۀ خبرو پورې ملنډې کوي خو کۀ چا یې پۀ خوا کې د لوبو پۀ تمانچه د تش پټاس ډز وکړو نو بيا به وايي

چې د تېښتې لنډه لاره کومه ده.
اصل کې يو ځل بيا دا خبره بيخي شونې ده چې دا سيمه به د بين المللي جګړې ميدان جوړېږي او دلته به بلها وينه تويېږي او ښکاره خبره ده چې تر نن ورځې پورې دلته د پښتنو لۀ وينې بله کومه ارزانه او بې قيمته وينه نشته، کۀ خدای مۀ کړه دلته بیا اور ولګېدو نو د بلوچانو سره سره به د پښتون پۀ کور هم يو ځل ماتم راځي، يو ځل به بیا دلته د پښتنو پۀ وينه څوک ډالر، څوک روبل، څوک چينايي ین او څوک ريال وګټي، څوک به د جنت حورې، غلمان او ابدي خوشحالۍ وګټي او څوک به د دُنيا د طاقت او زورواکۍ بې څاري خاوند شي او پښتون قام ته به يو ځل بيا د مودو مودو لپاره ماتم، ژړا انګولا، جنازې، نیستي، بربادي، کونډې، یتيمان، چړ ټولول، کډې ګرځول او ويجاړتوب ور پۀ برخه شي.

ليکوال اياز يوسفزے

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.