اولسي خلکو يو طالب ژوندی ونيوه او بل سيند يوړ

تازه
د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په عرب خېلو کلي کې درې تنو ترهګرو وسلوالو د افغان ځواکونو په رینجر موټر لاسي بمونه گوزار کړ‎ل چې له لامله يې یو سرباز زخمي شو. د ډزو په اوریدو سره د کلي خلک د افغان ځواکونو په ملاتړ راووتل او د ترهګرو سره یی جگړ‎ه پیل کړ‎ه. ترهګرو د ولس دمقابلې توان نه درلود نو د سیند پر لور وتښتیدل. د کامې ولس د وسلوالو د رانيولو په خاطر ځای پر ځای را ووتل چې په پایله کې یو ترهګر ژوندی ونیول شوو او دوه تنو ترهگرو د کابل سيند ته ودانگل له دغه دوو تنو څخه یو تن په زخمي حالت کې چې لامبو يې نشوای کولخ سیند یوړ‎و. او بل ترهگر به لامبو د کابل سيند بل لوري ته واوښته.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.