او بیا هم پر شربت ګلی! // ډاکټر عمر زاخيلوال

!او بیا هم پر شربت ګلی

ما فکر کاوه چی د شربت ګلی اړوند زما د پیغامونو لړۍ هماغه وخت پای ته ورسیده چی د وعدی مطابق می نوموړی سره له کورنۍ په عزت او بدرګه کابل ته ورسوله او د رسیدو سره سم می د خوښۍ او ښه راغلاست په مراسمو کی د ولسمشر سره د لیدو زمینه ورته برابره کړه. مګر تیری څو ورځی په ټولنیزو شبکو کی یو مضمون کښته پورته کیږی چی کافی اندازه احساساتی غبرګونونه یی راپارولی. د مضون په یوه برخه کی زما د نوم ذکر داسی راغلی:

(د شربت ګلې کورنۍ د اپارتمان د نه ورکړې ستونزه په پاکستان کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال سره شریکه کړې ده او د ګواښ په توګه یې ورته ویلي؛ که حکومت اپارتمان نه راکوي موږ جلال آباد ته ځو کرایه اوسېږو یا بېرته پاکستان ته ځو، زاخیلوال صیب ورته ویلي لاړ شئ، زه به ګلاب منګل ته ووایم که کوم کور درته جلال اباد کې په کرایه پیدا کړي؛ دا هڅه هم ناکامیږي او د زاخیلوال صیب له لورې زړه ماتونکی ځواب ترلاسه کوي.)

پورتنی معلومات غلط دی. مګر لومړی د شربت ګلی اړوند زما وعدی په مشخصه توګه: چی شربت ګله به له بنده راخلاصوم، په عزت او بدرګه به یی سره له کورنۍ بیرته هیواد ته لیږم، د رسیدو سره سم به د ولسمشر له لوری د ښه راغلاست زمینه ورته برابروم، د ولسمشر څخه به ورته د یو وړیا اپارتمان غوښتنه کوم چی په لسو ورځو کی می دننه دننه نه دا ټولی ژمنی پوره کړی. په هغه لحظه چی شربت ګله د ولسمشرۍ ماڼۍ ته تسلیم شوه ما پوری تړلی وعدی څه چی وی پر ځای شوی. او زما مسولیت ختم شو. د مضمون د لیکونکی دمعلوماتو لپاره زه اوس په اسلام آباد کی دنده او مسولیت لرم:)
سربیره پر دی، البته بیا هم د پورتنی مضمون د لیکوال د معلوماتو لپاره: کله چی شربت ګله په پیښور کی په قانونی جنجال کی وه د نوموړو د وکیلانو مصارف، د محکمی جریمه او نوموړی سره نوره مالی مرسته ما له خپله شخصی لګښته کړی چی که اوس هم د نوموړی سره د ناتمامو وعدو په بحث او تبصرو کی زما نوم نه وای ذکر نو به می یاده نه وای کړی.
کابل ته د تګ څخه وروسته څه موده نوموړی سره له کورنۍ زما د کورنۍ میلمانه وو چی پدی جریان کی د نوموړی سره د ځینو بااحساسه خویندو او ورونو مرستی لکه د تکړه ژورنالستی زرغونه منګل له لوری د پنځو زرو ډالرو نقدی بسپنه د یاد وړ ده.
د څو ورځو میلمه پالنی وروسته زما له کوره د شربت ګلی مسولیت د چارو د سمون اداری واخیست چی له هغی ورځی را پدیخوا ددوۍ شخصی ژوند ته په درناوی هیڅ تماس ورسره نلرم او نه دوئ کومه ستونزه مستقیمآ یا د کومی لاری له ماسره شریکه کړی – نو ځکه نه له ماسره د دوئ د جلال آباد د تګ بحث شوی او نه د ښاغلی ګلاب منګل له لوری د کرایی ورکړه او نه هم د بلی کومی ژمنی.

د وړیا اپارتمان په اوړوند باید ووایم چی برعکس د ځینو تبصرو او غلطو معلوماتو ولسمشر نوموړی ته د یو اپارتمان کیلی په رښتیا وسپارله خو دوئ د کوچنیوالی په خاطر قبول نکړ له هغی وروسته نور معلومات نلرم. د نورو پوښتنو ځواب دی یی نور مسولین ووایی.

ډاکټر عمر زاخيلوال

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.