ايران په چابهار کې د پوليسو په مرکز ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولی
د ایران دسیستان و بلوچستان ولایت د چابهار سیمې کښې د د پولیسو په مرکز د ترهګرو په ځان وژونکی برید کښې 2 کسان وژل شوی او اتویشت نور ژوبل شوی دی .
ترهګرو نن له چاودیدونکو موادو یو ډک ګاډی د چابهار د پولیسو مرکز دروازې ته نږدې واچاودوه او له کبله یې دوه(۲) کسان وژل شوي او اتویشت(۲۸) نور ژوبل شول چې درې(۳) پکښې مرګی حاله دی .
دایران دسیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو دامنیتی چارو مرستیال محمد هادی مرعشی وویل له چاودیدونکو موادو یوه ډک ټویوټا ګاډی نن سهار پینځه کم لس (۵۵/۹)بجې د چابهار د پولیسو مرکز ته د ننوتلو نیت درلود چې د پولیسو لخوا ودرول شو او پکښې ناست کس د پولیسو دمرکز دروازې ته نږدې بم چاودنه وکړه او هلاک شو .
ځینو سرچینو ویلی دی چې« انصار الفرقان »ډلګۍ د دغه ترهګرې حملې مسولیت پرغاړه اخیستی دی .