بدخشان ولایت کې طالبانو دوه ښځینه پولیسو وژلو سره د اسلام نوم روښانه کړو
طالب ځواکونو د افغانستان په بدخشان ولایت کښې دوه ښځینه پولیسې په ډزو ووژلې
له کابل څخه زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې په بدخشان ولایت کښې د پولیسو عملیاتی قوماندان امام علی عزیزی وویل: دغه دوه پولیسې د واړۀ اختر د رخصتیانو د تېرولو لپاره د دغه ولایت خاش ولسوالۍ ته تلې وې چې د دغه ولسوالۍ مرکز ته د ستنېدو په وخت په دهن آب سیمه کښې د طالبانو د حملې هدف وګرځېدې .
امام علی عزیزی زیاته کړه ، امکان دے چې طالبانو د دغو دوو ښځو له وژلو وروسته د هغوی جسدونه په سیند کښې غورزولی وی.