برما کې د انسانانو وژنې, ملګرو ملتونو د برما د نوبل جايزه ګټونکې ښځې څخه جايزه بيرته اخيستو خبردارۍ ورکړ

ملګرو ملتو اعلان وکړ چې په دې وروستیو څو ورځو کښې ۲۷ زره روهینګیايي مسلمانان په میانمار کښې له تاوتریخوالو تښتیدلي او بنګله دیش ته کډه شوي دي.

ملګرو ملتو زیاته کړې ده چې د روهینګیا قام ۲۰ زره مسلمانان اوس هم د بنګله دیش په پوله کښې راغونډ شوي دي خو دغه هیواد ته د ننوتو مخه یې نیوله کیږي.

د بنګله دیش چارواکو ویلي دي چې د میانمار ګڼ مسلمانان په کشتیو کښې بنګله دیش ته د اوړیدو هڅه کوي. په دې لړ کښې پرون هم ملګرو ملتو خبر ورکړی و چې په کشتیو کښې بنګله دیش د اوړیدو په کوشش کښې یوشمیر ډوب شویو کسانو مړي د بنګله دیش په خاوره کښې موندل شوي دی.

د میانمار په راخین ولایت کښې د مسلمانانو خلاف د دغه هیواد د پوځ د ځپونکو اقداماتو او تیریو نوې څپه کابو لس ورځې مخکښې راپورته شوې او لاهم دوام لري.

په دغه ولایت کښې له ۲۰۱۲ کال څخه د روهینګیايي مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځ او تندلارو بودائیانو حملې روانې دي چې پکښې زرګونه مسلمانان وژل شوي او لسګونه زره له خپل هیواده تیښتې ته اړ شوي دي.

بل خوا ملګرو ملتونه د برما د نيشنل ليګ ډيموکريټک پارټۍ مشره او د برما هيواد پخوانۍ لومړۍ وزيره ان سان سوکيو ته د يو خط د لارې خبردارې ورکړې که په برما کې د انسانانو وژنې همداسې دوام ولري دوي به د دې څخه نوبل جايزه بيرته واخلی, دغه خط دې ته د ملاله يوسفزئ پشمول د اتلس نورو کسانو د ملګرو ملتونو لخوا ليږلی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.